په هلمند ولايت کې بې ځایه شویو کورنيو سره مرسته وشوه
د هلمند ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د روان کال د سرطان د میاشتې په (۲۸)مه نیټه د جګړې له امله بې ځایه شویو، بې وزلو او اړمنو (۶۸۵) کورنیو سره نغدي او خوراکي توکي ورکړل.
د (۲۵۷) سروې شویو کورنیو هر یوه ته (۱۲) زره افغانۍ د (IRC) موسسې له خوا ورکړل شوې. د خوراکي توکو بسته د (WFP) موسسې له خوا او په (۴۲۸) کورنیو باندې د (AAH) موسسې له خوا (٧) زره افغانۍ چې د مهاجرینو چارو ریاست له خوا ورکړل شوې.