په خوست ولايت کې څه د پاسه زرو کورنيو سره بشري مرستې وشوې
دخوست ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني په شتون کې د روان کال د چنګاښ په (٧) نيټه د زلزلې له امله له (١٥٦٨) بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
ياده شوې مرسته د الحاج احمدشاه فقيري خيريه بنسټ له لوري له (۱۰۰) کورنيو سره يوه بوجۍ وریجې، ۳ ليټره غوړي، ۲۵ کيلو اوړه، ۵ قالينې، او يو کمپل، د پاملرنې موسسې له لوري د کورنۍ کیټ، د الکوزي شرکت له لوري (۵۰۰) کورنيو ته، یوه بوجۍ اوړه، ۱۰ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي، یو کارټن تور چای، ۱۲ کیلو ګرامه نخود، لوبیا، او دال، د خوراک نړیوال سازمان له خوا (۴۶۸) کورنیو ته اوړه، غوړي، مالګه او بيسکټ، ورکړل شوه.
او د (IOM) موسسې له لوري، کورني، ژميني، بیړني کیټونه، خیمې او د سولو کڅوړې شتون لري، چې په مرکز کې وویشل شوې.