سمنګان کې سلګونو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
_____
دحضرت سلطان ولسوالۍ (٤٠٠) جګړو ځپلو او د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شوو کورنیو سره د کب په (٢٨)مه د سمنګان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ نغدي مرسته وشوه.
یادو کورنیو هرې کورنۍ ته د (ACTION AID) له لورې د سروې وروسته د دغه ولایت د دولتي ادارو د استازو په شتون کې (٧٦٥٠) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.