په ۱۶ ولایتونو کې له زرګونو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
_____
د تيرې یوې اوونۍ په اوږدو کې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې له ۷ زره بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته شوې.
دا مرستې په نیمروز، فاریاب، ننګرهار، تخار، لغمان، کندهار، کابل، غزني، زابل، خوست، نورستان، بادغیس، بغلان، هرات، غور او بادغيس ولايتونو کې د ۷۴۰۷ بې ځایه شوو، بې وزلو، د طبیعي پېښو قربانیانو، کونډو او یتیمانو سره شوي دي.
چې په دې مرستو کې نغدې پيسې، روغتيايي کڅوړې، البسې، خوراکي توکي او د پخلنځي لوښي شامل وو.