غور ولايت کې له بې ځايه شوو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
د غور ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ د WFP مؤسسې له لورې د world vision ادارې په همکارۍ له ۱۲۶ بې ځايه شوو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۲۵ کيلو دال، ۱۴,۵ کيلو غوړي، ۲,۵ کيلو بيسکټ او دوه کيلو مالګه ورکول شوه.
يادې کورنۍ د ګډ پلاوي له لورې په نښه او د مرستو لپاره وړ پيژندل شو.