کابل کې سلګونو اړمنوبېځايه شوو ميرمنو سره مرسته وشوه
د پاکستان د الخدمت خیریه بنسټ له لورې د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (۱۰۰۰) اړمنو بېځايه شوو میرمنو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یادو کورنیو هرې کورنۍته د سلواغې په (٦) یو اندازه اوړه، وريجې، کمپلې او ژمنۍ جامې ووېشل شوې.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي د مرستو د وېش پر مهال د الخدمت خیریه بنسټ او چین هېواد څخه مننه وکړه اوله نړیوالو څخه یې غوښتنه وکړه،چې د افغانانو سره دې بشري مرستې زياتې او د کنګل شوې شتمنۍ د ازاده ولوپه برخه کې دې افغانانو سره همکاري وکړي.