کندز کې (٧٧٧) کورنیو سره نغدي او ژمنۍ مرستې وشوې

دکډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له لورې دکندز ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٧٧٧) اړمنو، راستنېدونکو،داخلي بېځایه شوو اودطبیعي پېښو له امله زیانمنو شوو کورنیو سره نغدي او دژمنیو توکو مرسته وشوه.
يادو کورنیو هرې کورنۍ ته دمرغومي په (٨) مه (٢٠٠) امریکايي ډالره نغدې، درې کمپلې اوماشومانو اوغټانو ته یوه یوه ژمنۍ کڅوړه ووېشل شوه.