ننګرهارکې سلګونو کورنيو سره دخوراکي توکو مرستې وشوې

sadam_morr
ــ
د اسلامیک ریلیف موسسې له لورې دننګرهار ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٦٠٨) راستنېدونکو،داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنیو سره دخوراکي توکو مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې دننګرهار ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست له لورې څه موده وړاندې دمرستندويه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ په مرکز جلال اباد اوشاوخواسیموکې سروې او دمرستولپاره مستحقې پېژندل شوې وې دمرغومي په( ٧) مه هرې کورنۍ ته( ۶۰) کیلو اوړه، (۶)لېتره غوړي، (٢٩،٥) کیلو وریجې( ۱۴) کیلو دال،(۶) کیلو بوره او یوه یوه کیلومالګه دننګرهار ولایت دمهاجرینو اوراستنېدونکو چارو ریاست او ذکر شوې موسسې داستازوپه شتون کې ووېشل شوه.
ددغه مرستو دوېش پرمهال دننګرهار دمهاجرینو رییس وويل، موږ دمرستندویه بنسټونو سره په ګډه په دې هڅوکې یو چې دمرکز جلال اباد په شمول لرې پرتو ولسوالیو ته هم رسیدګي وکړو،ترڅو اړمنې اومستحقې کورنې سروې اودمرستولپاره په نښه او ورسره بېلابېلې مرستې ترسره کړو.