جوزجان کې اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
Morr

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې(UNHCR) له لورې دجوزجان ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٦٧٧) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې دیوشمېر سیمو او ولسوالیوڅخه ددې ولایت مرکز ته راکډه شوې وې دلیندۍ په (١٤) هرې کورنۍ ته (٥٠٠) ډالره نغدې ورکړل شوې.