د کابل موسهي ولسوالۍ کې له (١٠٠٠) کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې

sadam_morr
Mon, Dec 06 2021 10:47 PM
Morr

١٤٠٠کال ليندۍ، ١٤مه، کابل: افغانستان

په کابل کې د ترکيې هېواد افاد موسسې له لورې (١٠٠٠) بېوزلو بېځايه شوو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د دغو مرستو د وېش پرمهال د کابل کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د يادې موسسې څخه ځانګړې مننه وکړه و يې ويل: په تېرو شلو کلنو کې افغانستان ته په ميلونو ډالر راغلل؛ خو ملت اوس هم په فقر کې ژوند کوي.

د نوموړي په وينا دغه پيسې د تېر فاسد نظام د مفسدو چاروکو لخوا غلا شوې او ملت ته يې هېڅ ګته نه ده رسېدلې.

هغه زياته کړه د افغانستان اسلامي امارت په داسې برنامو کار کوي، چې ټولو هېوادوالو ته پکې د کار کولو زمينه برابره وي.

د ښاغلي رحيمزي په وينا، په ننيو مرستو کې وړه، غوړي، روب،چای او وريجې شاملي دي.

دغه راز د ترکيې افاد موسسې رئيس برهان اسلان د افغانستان اسلامي امارت نظم او امنيت وستايه او و يې ويل: افغانستان زموږ دوست هېواد دی او اړتيا چې په دې سختو شرايطو کې د افغانانو لاسنوي وشي.

نوموړي وويل: د افغانستان پهبېلابېلو سيمو کې زموږ ډېری موسسات کار کوي او په راتلونکي کې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکوو او په دې برخه کې به زياتوالی راولوو.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS