زابل ولايت دمهاجرينو آمريت دژمنيو مرستو دهمغږۍ ناسته وکړه

sadam_morr
؟....

د زابل ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چاروآمريت د (NRC) موسسې سره دلیندۍ په(٤) راستنېدونکو،داخلي بېځايه شوو،اړمنو اومستحقو کورنيو ته دژمنيو مرستو دهمغږۍ ناسته وکړه. دغه ناسته د زابل ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چار آمريت دمسؤلينو او یادې موسسې داستازو ترمنځ تر سره شوه،چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې دبشري مرستو دوېش په موخه راستنېدونکي،داخلي بېځايه شوي،اړمنې اومستحقې کورنۍ سروې اوپه نښه شي.