ننګرهارکې سلګونو کورنیو سره مرستې وشوې

anwari_morr
Tue, Nov 23 2021 8:14 PM
,,,....

 

د اسلامیک ریلیف موسسې له لورې دننګرهار ولايت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ دلیندۍ په (٢) مه دپچیر اګام ولسوالۍ (٣١٥) بېځايه شوو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

يادو کورنيو هرې کورنۍ ته (٦٠) کیلو اوړه،(١٤) غوړي،(٢٩)کیلو وریجې(٦) بوره او یوه کیلو مالګه ووېشل شوه.

د ویلو ده چې په ننګرهار ولايت کې یوشمېر اړمنې کورنۍ دننګرهار ولايت دمهاجرینو ریاست په همغږۍ دمرستندويه ادارو د سروې ټيمونو سره په ګډه سروې اوپه نښه شوي چې دننګرهار دمهاحرينو درییس اکرام الدین مفتون په ویناد دغه سروې به د ښار په شمول ټولو ولسواليو ته وغځول شي ترڅو دسروې دمشترکو ټيمونو له لورې مستحقې کورنۍ په نښه او ورسره لازمې مرستې وشي.

Latest news

BACK TO NEWS