دلوګر ولايت کډوالو او راستنېدونکو چارو آمريت ته د اړمنو کورنيو سره د مرستو په موخه وړه ور وسپارل شول.
1400کال, تلې, 26مه, کابل, افغانستان
لوګر ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو آمريت ته (1837) وړو بورۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلاوي لخوا ور وسپارل شول. ديادو مرستو د سپارلو په مراسمو کې د کډوالو او راستنېدنکو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ رئیس ښاغلي مولوي ارسلاح حقیار، د تدارکاتو آمر محمدقسیم کړوخېل, قاري سعیدالله او د دې ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو آمر ښاغلي مولوي عبدالوارث ایوبي ګډون درلود.
دغه ولايت ته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لخوا لېږل شوي پلاوي په وینا، دغه مرستې به د سروې وروسته په دې ولایت کې په بېځایه شویو او اړمنو کورنیو و وېشل شي.