ارزګان کې دوه زرو بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې
دطبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې له لورې دارزګان ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٢٠٠٠بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
یادې کورنۍچې دجګړو له امله دبېلابېلو سیمو ددې ولایت مرکزته راکډه شوې وې دچنګاښ ٢٧مه هرې کورنۍ ته دپېژندنې روسته ٥٠٠٠ افغانۍ ووېشل شوې.