بدخشان کې بېځايه شوو کورنيوسره بېړنۍ مرستې وشوې

Anonymous (not verified)
----

د طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې له لورې د بدخشان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۹۷ بېځايه شوو کورنيوسره بېړنۍ مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې دجګړو او نا امنيو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۲۰مه هرې کورنۍ ته يو څو قلمه خوراکي او غير خوراکي مواد ووېشل شول.