کونړ کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې

Anonymous (not verified)
-----

د طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې له لورې د کونړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۳ بېځايه شوو کورنيوسره د غير خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړوله امله د غازي اباد ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۱۷مه هرې کورنۍ ته د پخلنځي وسايل او يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.