غورکې بېځايه شوو کورنيوسره د غير خوراکي موادو مرستې وشوې

zabiullah_morr
----

د ملګرو ملتونودکډوالو ادارې UNHCR له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۶۳ بېځايه شوو کورنيوسره د غيرخوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د دولينې، پسابند، تيورې او چهارسدې ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۱۳مه هرې کورنۍ ته درې کمپلې، دوه ترپالونه، يوه ګازډبه، دپخلنځي وسايل او روغتيايي کڅوړې ووېشل شوې.