کندز کې سلګونه کورنۍ بېځايه شوي دي
د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست د چنګاښ په ۶مه په دغه ولايت کې د جګړو له امله د نږدې ۷ زره کورنۍ د خپلو اصلي سيمو څخه امن سيموته بېځايه شوي دي.
دغه کورنۍ چې شمېر يې شاوخوا ۷۰۰۰ کورنيو ته رسي په تېرو لسو ورځو کې د جګړو له امله د امام صاحب، علي آباد، خان اباد او چهاردرې ولسواليوڅخه بېځايه شوي دي او دغه شمېرې ورځ تربلې په په ډېرېدو دي.
تر اوسه له دوو زرو زياتې کورنۍ کابل، بغلان، تخار، بدخشان او بلخ ولايتونو او شاوخوا ۵۰۰۰ کورنۍ کندز ښار ته راکډه شوي دي.
دغه رياست د يوشمېر مرستندويه ادارو سره په ګډه همغږۍ د۱۴۵۷ کورنيو په شاوخواکې سروې او په نښه کړي او له دې نه علاو د سروې ۱۳ نور ټيمونه بوخت دي چې بېځايه شوې کورنۍ سروې او په نښه کړي.
له دې ډلې تېره ورځ ۵۴۰ بېځايه شوو کورنيو سره د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې له لورې خوراکي مواد وېشل شوي او ۶۵ نورو کورنيوسره د کليو پراختيا رياست له لورې دخېمو او غير خوراکي موادو مرستې شوي دي.
د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست په دې هڅه کې دی چې د ملي او نړيوالو مرستندويه ادارو سره په ګډه همغږۍ په خپل وخت سره بېځايه شوو کورنيوته بشري مرستې ووېشي.