بادغیس کې بېځایه شوو کورنیو سره مرستې وشوې

zabiullah_morr
---

دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې دبادغیس ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٦٤بېځایه شوو کورنیو سره دغیر خوراکي موادو مرستې وشوې.

 یادې کورنۍچې دجګړو له امله دبېلابېلو سیموڅخه ددې ولایت مرکز ته راکډه شوې وې دچنګاښ په ٢مه هرې کورنۍ ته ګازډبه،کمپلې،ترپالونه،داوبوبوشکې،سطل او روغتیایي کڅوړې ووېشل شوې.