غورکې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو آمریت په همکارۍ ۱۵۷ بېځايه شوو کورنيوره د خوارکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړوله امله د چهارسدې، دولينې، پسابند او تيوري ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غبرګولي په ۹مه هرې کورنۍ ته له يوې سروې وروسته ۴ بوجۍ اوړه، ميندو لپاره ۴ کيلو دمقوي اوړه ۶۰ پاکټه خوراکي مواد ووېشل شول.