فراه کې لسګونو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې

د فراه ولايت دکډوالو چارو رياست د غبرګولي په ۶مه ۸۵ بېځايه شوو کورنيو ته چې د جګړو له امله بېځايه شوو وې د مرستو دوېش خبر ورکړ.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته ۳ کمپلې،۲ ترپالونه، يوه ګازډبه، روغتيايي کڅوړې او دپخلنځي وسايل ووېشل شول.