فارياب کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې
د سي اچ ای نړيوالې موسسې له لورې د فارياب ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۲۷۷ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غويي په په ۲۶مه هرې کورنۍ ته ۹۲ کيلو اوړه، ۳ کيلو پلمپي، ۹ کيلو غوړي، ۱۲ کيلو دالنخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.