د کډوالو وزير د فساد سره په جدي مبارزې او رونټيا ټينګار وکړ

sadam_morr
Tue, Mar 30 2021 2:55 PM
___________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي په کابل کې د امريکا سفارت د اداري فساد پروړاندې د مبارزې ( امانت دفتر) له رئيس سره په ليدنه کې  د اداري فساد سره په جدي مبارزې او د رونټيا رامنځته کولو پر پلانونو خبرې وکړې. 

په دغه ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير راستنېدونکو ته د ځمکو د وېش په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ ۱۰۸ ګڼه فرمان په اړه دمعلوماتو وړاندې کولو برمهال په فرمان کې چمتوشوي ميکانيزمو بشپړ پلي کول د اداري فساد پروړاندې مبارزه او روڼتيا رامنځته کولو کې يوه مهمه مسله وبلله ويې ويل: موږ په وزارت کې  د اداري فساد په راټيټولو او روڼتا رامنځته کولو باندې تمرکز کوو، موږ به په دې برخه کې له ټولو وسيلو سره کار وکړو او د امانت دفتر سره زموږ د همکاريو موخه په همدې محور باندې ولاړه ده.

هغه يادونه وکړه چې  اداره به يې په دوو مياشتو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ۱۰۸ ګڼه فرمان پلي کولو کې مهم ګامونه ترلاسه کړي او د امانت د فتر څخه يې غوښتنه وکړه چې د ذکر شوي فرمان له مخې د کډوالو چارو  وزارت سره يوځانګړی پلان شريک کړي ترڅو د فرمان په پلي کولو کې روڼتيا تضمين شي او د شکايتونو اورېدنې کمېسېون سره همکاري وکړي چې د دوه اړخيزه موخو د ترلاسه کولو لپاره په فرمان کې چمتوشي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د روڼتيا او اداري فساد پروړاندې مبارزې لپاره  د امانت دفتر سره د همکاريو هوکړه ليک لاسليک کړچې د لاسليک شوي هوکړه ليک پر اساس به دکاري پروسو بيا کتنه وشي او د شکايتونو پروسه به ډېره  اغېزمنه کړي.

 

Latest news

Mon, May 10 2021 9:54 AM
Background image

Deputy Minister Kakar meets Turkish Deputy Ambassador

Wafiullah Kakar, Deputy Minister for Refugee Affairs, spoke in an introductory meeting with the Turkish Deputy Ambassador to Afghanistan, Mr. Atassay Erongun, about the situation of. . .

Sat, May 08 2021 12:40 PM
Background image

Dialogue between Deputy Minister Kakar and EU on Comprehensive Migration Policy

Wafiullah Kakar, Deputy Minister for Refugee Affairs, and the EU Delegation virtually exchanged on the progress made by adopting the Comprehensive Migration Policy (CMP) and the. . .

BACK TO NEWS