فارياب کې بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې

sadam_morr
_________
د خوراک نړيوال سازمان له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۷۹ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې. يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د کب په ۲۵مه هرې کورنۍ ته څلور بوجۍ اوړه، څلور قوطۍ غوړي، دوه کيلو مالګه، ۲ کيلو بيسکويټ او دماشومانو لپاره ۲۵ کيلو د خوار ځواکۍ مواد وېشل شوي دي.