بادغيس کې ۱۴۱۵ بېځايه شوو کورنيو ته د نغدي مرستو دوېش پيل شوه

د ناروې موسسې له لورې د بادغيس ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۴۱۵ بېځايه شوو کورنيو ته د نغدي مرستو دوېش لړۍ پيل شوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۳۰مه ورته د نغدي مرستو دوېش لړۍ پيل شوه، چې هرې کورنۍ ته به ۱۵۳۵۰ افغانۍ نغدې ووېشل شي.