د حقوقي مصونيت په نوم پروګرام په پنجشېر کې ترسره شو

د پنجشېر ولايت دکډوالو چارو آمريت د پنجشنبې په ورځ د ليندۍ په ۱۳مه د حقوقي مصونيت برنامه د WSTA موسسې په همکارۍ په دغه ولايت کې په لاره واچول شوه.
په دغه برنامه کې چې د رخې ولسوالۍ د ۱۴ تنو بېځايه شوو په ګډون جوړه شوې وې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي او حقوقي موضوعاتو په اړه پکې معلومات وړاندې شول.