فارياب کې سلګونه بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

anwari_morr
______________

د خورک نړيوال سازمان WFP له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۵۴۴ بېځايه شوو کورنيو ته خوراکي مواد ورکړل شول.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيمو او ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د ليندۍ په ۱۰مه ورته ۱۰۰ کيلو اوړه، ۱۰ کيلو غوړي، ۱۵ کيلو دالنخود، يوه کيلو مالګه او دماشومانو لپار ۲۰ کيلو خوراکي مواد ووېشل شول.