نيمروز کې راستنېدونکو کورنيوسره نغدي مرستې شوې
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د نميروز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۰ مستحقو راستنېدونکو کورنيوسره نغدي مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د تلې په ۷مه هرې کورنۍ ته ۲۱۰۰۰ او ۹۵۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.