فارياب کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې
د ماشوم ساتنې نړيوالې موسسې او خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۷۴ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غير خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله ديوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د وږي په ۲۵مه د WFP موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، څلور قوطۍ غوړي، پنځه وېشت کيلو دالنخود، ۲ کيلو بيسکوېټ او ۲۵ کيلو غني شوي اوړه او د ماشوم ساتنې نړيوالې موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ۴ کمپلې، ۴ جوړه جامې، ۴ جوړه بوټان او پټو مرسته ووېشل شوه.
د ويلوده،چې د ډاکار موسسې له لورې يادو کورنيوسره مخکې هم د روغتيايي کڅوړې مرستې شوې وې.