قندهار کې ۴۹ تنه راستنېدونکي او داخلي بېځايه شوي د حرفوي زده څخه فارغ شول
دقندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ د وږي په ۱۰مه ۴۹ تنه راستنېدونکي او داخلي بېځايه شوي د حرفوي زده کړو له مرکز څخه فارغان او ورته کاري وسايل ورکړل شول.
دغو ګډونوالوته د MC موسسې له لورې نجارۍ، نلدوانۍ او موټرونو دجوړولو په برخه شپږمياشتې روزنه ورکړل شوه او ټولنې ته دخدمت لپاره وړاندې شول.
د دغې کار په پای کې هر يو ګډنووال ته په ذکر شوې برخه کې د کار او ټولنيز چارو او کډوالو چارو وزارت استازو په شتون کې کاري وسايل ووېشل شول.