پروان کې ۱۰۰۰ بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنیوسره د روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه

anwari_morr

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR او WESTA ادارې له لورې د پروان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۰۰ بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيوسره د روغتيايي کڅوړه مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې څه موده وړاندې ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د زمري د ۲۹ نېټې څخه د وږي تر ۲مې نېټې پورې هرې کورنۍ ته ۱۲ د لاس مينځلو صابونونه، ۴ بوتله د عفوني ضد مايع، ۱۰ ماسکونه و چې ددغې ادارې د استازو،د ولايت د مرستيال او ددغه ولايت د اقتصاد رياست د استازو په شتون کې ووېشل شول.

#میهن_من_عزت_من

#زما_هیواد_زما_ویاړ