فراه کې بېځايه شوو کورنيوسره د غيرخوراکي موادو مرسته وشوه

anwari_morr
22

 

 

د ARAA موسسې له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۳ بېځايه شوو کورنيوسره د غير خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې د پشترود او بالابلوک ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غبرګولي په ۲۵مه هرې کورنۍ ته ۳ کمپلې، ۲ ترپالونه، يوه پنځه کليويي ګازډبه، دوه سطلونه او د پخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.