فارياب کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr

د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۹۸بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍو چې د جګړو له امله د خپلو اصلي سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د کب په ۱۵مه هرې کورنۍ ته ۲۰۰ امريکايي ډالره نغدې ورکړل شوې.