فراه کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

anwari_morr
۱۴۳ خانواده در فراه  مواد غذایی بدست آوردند

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۴۳ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله پشت رود، اناردره، خاک سفيد، ګلستان او بالابلوک ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۲۷مه هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کيلو اوړه، ۱۴ کيلو غوړي، ۱۵ کيلو دالنخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.
د ويلو ده، چې يادو کورنيوسره مخکې هم نغدي مرسته شوې وې.