هلمند کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr

 

د يوشمېر موسسو له لورې دهلمند ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي،خوراکي او روغتيايي کڅوړومرسته وشوه.

يادې کورنۍ،چې د جګړوله امله د ناد علي ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۲۲مه د AAH  موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ۶۰۰۰ افغانۍ نغدې، د خورک نړيوال سازمان WFP له لورې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کيلو اوړه، ۱۵ کيلو غوړي، دماشومان لپاره  يوه  يوه کڅوړه بېسکويټ او DACAR موسسې له لورې هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايی کڅوړه ووېشل شوه.