خوست کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه

د IRC او DACAR موسسو له لورې د خوست ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۸ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۹مه هرې کورنۍ ته ۱۸۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.