فارياب کې ۱۰۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

sadam_morr

د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې د نا امنيو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دليندۍ په ۱۴ هرې کورنۍ، يوه بورۍ اوړه، يوه قطۍ غوړي، پنځه کيلو دالنخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.