بادغيس کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

sadam_morr

 

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د باد غيس ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۴ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې  جګړو له امله  ديوشمېر سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دليندۍ په ۷مه هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۱۴ کيلو غوړه، ۱۴ کيلو دالنخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.