بدخشان کې له سلو زياتو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د بدخشان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۱۰ بېځايه شووکورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د کوهستان، بهارک او جرم ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۹مه ۷۰ کورنيو هرې کورنۍ ته ۶ زره او ۴۰ کورنيو هرې کورنۍ ته ۱۲ زره افغانۍ نغدې، چې ټولې ۹ سوه زره افغانۍ کېږي ورکړل شوې.