خوست کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د PIN موسسې له لورې د خوست ولايت دکډاوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره د ژمنيو توکو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېیلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د لړم په ۲۲مه هرې کورنۍ ته ۵ د ماشومانو واسکټونه، ۲ مردانه، يوه جوړه ښځينه موزې، دوه مردانه پټوان، څلور جوړې دماشومانو موزې، ۴ جوړه مردانه جرابې، ۸ جوړه دماشومانو جرابې او ۴ جوړه دماشومانو دستکشې ووېشل شوې.