هرات ولايت د سعادت ښارګوټې دځمکې دوېش پروسه به ډېر ژر پيل شي

sadam_morr
Sat, Oct 19 2019 12:04 PM
روند توزیع زمین در شهرک سعادت ولایت هرات به زودی آغاز می گردد

دا خبره د کډ‌والو اوراستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي دهرات ولايت د ټولنيزو چارو له مرستيالې مونسه حسين زاده په يوه ليدنه کې کړې

دغه ناسته د تلې په ۲۶مه په هرات ولايت کې ترسره شوه، پکې  د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو دمديرت په څرنګوالي خبرې وشوې.

د کډوالو چارو وزير وويل، چې د کډوالو وزارت د پلان او د بېځايه شوو دملي پالېسۍ د وړاندوينې سره سم بايد  کډوال سږ کال خپلو اصلي ځايونو ته ستانه شي. د ذکر شوو ملحوظاتو له مخې روان مالي کال کې دهرات ولايت بېځايه شوو ته د راستنېدو په موخه ۵۶ ميليونه افغانۍ لږل شوې وې، چې ۳ زره او ۶۴ کورنۍ خپلو اصلي سموته راستنې شوي.

 

هغه همدارنګه يادونه وکړه، چې دځمکې د وېش پروسه په دې وروستيوکې د کابينې په ناسته کې تصويب شوې او دځمکو د وېش پروسه د شورا برنامې په چوکاټ او د هرات په سعادت ښارګوټي کې پيل کېږي.

په ورته وخت کې دهرات د والي مرستيال   خپلو سيمو ته د بېځايه شوو په راستنېدلو ټينګار کوي او د بېځايه شوو او راستنېدونکو سره د لېږد په برخه کې د نړيوالو بنسټونو د لا همغږۍ غوښتنه کوي، هغه د ځان له او نا پېژندل شوې ميرمنې راستنېدنه  چې په افغانستان کې خپلوان نه شي پيدا کولای مهمه موضوع ياده کړه او د  وزارت څخه يې د پاملرنې غوښتنه کوي.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د هرات ولايت کډوالو چارو رياست ته لارښوونه وکړه،چې د ځان له ميرمنو راپورونه دې کابل ته را وليږي ترڅو په کابل کې د ايران له سفارت او د کورنيو چارو له وزير سره په شخصي ډول خبرې وکړي.

Latest news

BACK TO NEWS