سرپل کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr

د کډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت له لورې د سرپل ولايت دکډوالو چارو آمر په همکارۍ ۴ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د  بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې پنجشنبې په ورځ د تلې په ۱۱مه هرې کورنۍ ته ۳۴۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.