بغلان کې د ۴۴۰ راستنو شویو کورنیو په ګډون ۹۰۰ کورنیو ته ژمنی پوښاک ووېشل شو
تېره ورځ د بغلان ولایت د پلخمري ښار په سېلو سیمه کې د یاد ولایت د مهاجرینو چارو رییس ښاغلي ابراهیم عمري، د وزارت د ښارګوټو رییس ښاغلي مولوي رحیم الله مبارک، د ولایت مقام، اړوندو ادارو او رسنیو استازو په شتون کې د ۴۴۰ راستنو شویو کورنیو په ګډون ۹۰۰ کورنیو ته د ژمني پوښاک د وېش لړۍ پیل شوه.
په پيل کې ښاغلي مبارک حاضرینو ته د مهاجرینو چارو وزیر ښاغلي مولوي عبدالکبیر پیغام وړاندې کړ او وروسته ښاغلي عمري راستنو شویو او اړمنو کورنیو ته د مرستو رسولو ارزښت په اړه خبرې وکړې.
په دغې لړۍ کې ۹۰۰ مستحقو کورنیو ته، چې ۴۴۰ راستنې شوې کورنۍ د ولایت د مهاجرنیو چارو ریاست او ۴۶۰ اړمنې کورنۍ د اړوندو ادارو لخوا معرفي شوې وې، ژمنی پوښاک ووېشل شو.
یادې مرستې د (اوما) خیریه موسسې لخوا وشوې، چې هرې کورنۍ ته پکې دوه کمپلې او د ژمنیو جامو یوه کڅوړه ورکړل شوه.
دغه اقدام د راستنو شویو او مستحقو کورنیو اړتیاوو ته د رسېدنې او اقتصادي ستونزو کمولو په موخه وشو.