نیږدې ۴۰۰ تنه افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول

anwari_morr
-

روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۳۹۳ تنه افغان کډوال، چې تر مختلفو مودو پورې بندیان وو، ازاد او هېواد ته راستانه شول.

د لېږد امریتونو د راپورونو له مخې، ۲۱تنه د سپین بولدک او ۳۷۲تنه د تورخم فرضي کرښې له لارې راستانه شول.

دغه کسان په لېږد امریتونو کې ثبت او د همکارو بنسټونو د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدل شول.