په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

anwari_morr
Sun, Jul 26 2026 3:41 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د بهار کار،  میشن ایست او زنان برای زنان افغان موسسو سره د ۴۸۷ زره ۲۳۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.
د دغو هوکړه‌لیکونو له مخې، یادې پيسې به د یو زر ۲۸۸ کورنیو ۱۶ زره ۷۱۷ بېځایه شویو، راستنو شویو تنو او کوربه ټولنو لپاره په پکتیا، بامیانو، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، تخار، بدخشان، کندوز او بغلان ولایتونو کې د نغدي، زده‌کړو، مرستو او غیرې نغدي ملاتړ په برخو کې په لګښت رسوي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هېواد کې د مهاجرینو حقوقو او ګټو ملاتړ ته ژمن دی او د هغوی لپاره د داسې شرایطو رامنځته کولو په لټه کې دی، چې په ټولنه کې په ډاډمنه او ارامه توګه ژوند وکړي.

Latest news

BACK TO NEWS