تر زرو زیات افغان کډوال له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول

anwari_morr
-

روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو یو زر او ۹۹ افغان کډوال ازاد او د ننګرهار او کندهار ولایتونو له لارې هېواد ته راستانه شول.
په دغو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل او د مختلفو لاملونو له امله بندیان وو، چې له ډلې یې ۸۹۶ تنه د تورخم فرضي کرښې او ۲۰۳ تنه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.
هغوی په لېږد امریتونو کې تر ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته اصلي مېنو ته ولېږدول شول.
اسلامي امارت او د مهاجرینو چارو وزارت د راستنو شویو ملاتړ ته ژمن دي، د بندي کډوالو ازادېدل او هېواد ته راستنېدل د نوي ژوند پیل ګڼي.