د مهاجرینو چارو وزارت او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ ناسته وشوه

anwari_morr
Wed, Jul 22 2026 2:31 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د همکارۍ او د کډوالو ستونزو حل په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازی سره ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې د سرپناه جوړولو، په فرضي کرښو او سرحدونو کې د ستونزو حلولو، د حل لارو موندلو، همکارۍ دوام، منظمو ناستو، له راستنو شویو سره د مرستو او د تېرو ناستو د پرېکړو تعقیب په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي بنوري وویل: کډوال له ستونزو سره مخ دي، هغوی مرستو ته اړتیا لري، زموږ مسوولیت دا دی، چې ژر تر ژر ورته رسېدنه وکړو.
نوموړي زیاته کړه، چې موږ د ستونزو حل او اړتیاوو پېژندلو لپاره همکارۍ او د منظمو ناستو سم مدیریت ته ژمن یوو. هیله لرو، چې ستاسو په مرسته د کډوالو وضعیت ښه‌والي لپار وړ کړنلارې وړاندې کړو.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان استازی له کډوالو سره پر خپلو مرستو ټيڼګار وکړ او د راستنو شویو د اړتیاوو پوره کولو لپاره یې د ملاتړو برنامو د پیل ډاډ وړاندې کړ.

Latest news

BACK TO NEWS