په بغلان کې ( د کار په بدل کې پيسې) برنامه پیل شوه

anwari_morr
-

د روانې میاشتې په ۱۰مه د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د یاد ولایت د مهاجرینو چارو رییس په شتون کې ( د کار په بدل کې پیسې) برنامه پیل شوه.
په دغې برنامه کې ۲۰ تنه راستانه شوي شامل دي، چې د نغدو پیسو په بدل کې به د عمومي ساحې او لښتیو پاکولو په برخه کې کار کوي. دا برنامه د مهاجرینو چارو ریاست په همغږۍ د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ پلي کېږي.
دغو کسانو ته د کار جامې، خولۍ، عینکې وېشل کېږي او په پای کې د هرې ورځې په بدل کې ۴۵۰ افغانۍ تنخوا ورکول کېږي.  
دغه برنامه د راستنو شویو د اړتیاوو پوره کولو او ژوند ښه کولو په برخه کې د مهاجرینو چارو وزارت ژمنتیا ښيي.