د پاکستان له بندخونو تر سلو زیات افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

anwari_morr
-

د پاکستان له بندخونو 147 تنه افغان کډوال، چې تر مختلفو مودو پورې بندیان وو، ازاد او هېواد ته راستانه شول.
په دغو بندیانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل وو، چې د استوګنیزو سندونو د نه لرلو له امله بندیان شوي وو. د یادو کسانو له ډلې 125 تنه د تورخم او ٢٢ تنه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.
دا کسان د همکارو بنسټونو له لوري د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.