د پاکستان له بندخونو لسګونه بندي افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول
۷۹ تنه افغان کډوال، چې د پاکستان په بندخونو کې بندیان وو، تر ازادېدو وروسته د تورخم فرضي کرښې له لارې هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار د مهاجرینو چارو ریاست لېږد امریت د مسوولینو پر خبره، په دغو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل وو، چې په استوګنیزو سندونو کې د ستونزو له امله نیول شوي او مختلفې مودې یې په بند کې تېرې کړې وې، دوی تر ثبت او د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سمیو ته ولېږدول شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د هغوی له ازادېدو او راستنېدو هرکلی کوي او ډاډ ورکوي، چې له اړوندو بنسټونو سره په هغمږۍ د هغوی ستونزو حلولو او اسانتیاوو برابرولو کې لازمې هڅې کوي.